خبرتیا!
ګرانو محصلینو!
د خپل میاشتني معاش/پیسو د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې یو لړ معلومات له مخکې څخه ولرئ.
د همدې لپاره له تاسو سره یو معلوماتي لینک شریک شوی دی، تر څو د پیسو د ترلاسه کولو
د نېټې، وخت او د بانک د اړوندې نمایندګۍ په اړه معلومات تر لاسه کړئ.
- لاندې لینک باندې کلیک وکړئ؛ تاسو ته به یوه پاڼه پرانیستل شي چې په کې اختیار لرئ د تذکرې شمېرې یا د مؤسسې د آیډي له لارې سیستم ته داخل شئ.
- کله چې د تذکرې یا د مؤسسې د آیډي له لارې فورم ته داخل شئ، معلومات به په اوتومات ډول تاسو ته ښکاره شي.
- ورکړل شوي معلومات په دقت سره ولولئ او ځان ډاډمن کړئ چې په کومه نېټه، کوم وخت او د بانک کومې نمایندګۍ ته باید مراجعه وکړئ.
- سربېره پر دې، په بل ستون کې به تاسو ته دا هم ښودل کېږي چې څومره اندازه پیسې به له بانک څخه ترلاسه کوئ.
- د ملاحظاتو برخه په دقت سره ولولئ، تر څو معلومه شي چې ایا تاسو په دې بهیر کې
د بانکي کارت د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوي یاست که نه.
که معلومات وښيي چې تاسو د بانکي کارت د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوي یاست،
نو د بانک نمایندګۍ ته د تګ پر مهال خامخا خپله اصلي تذکره له ځان سره ولرئ،
تر څو بانک تاسو ته بانکي کارت صادر کړي. - که چېرې تاسو په پخوانۍ مرحله کې بانکي کارت ترلاسه کړی وي،
کولی شئ خپلې پیسې د اړوند بانک له هرې نمایندګۍ څخه ترلاسه کړئ
او اړتیا نشته چې د دې تقسیم اوقات له مخې بانک ته مراجعه وکړئ. - که چېرې تاسو ونه توانېدئ چې د ټاکل شوې نوبت له مخې بانک ته مراجعه وکړئ،
نو مهرباني وکړئ د هغه تماس شمېرې له لارې چې په فورم کې ذکر شوې ده اړیکه ونیسئ،
تر څو اړونده اداره ستاسو ستونزې ته رسېدنه وکړي. - له بانک څخه د پیسو تر ترلاسه کولو وروسته،
مهرباني وکړئ بیا همدې لینک ته مراجعه وکړئ
او د پیسو د ترلاسه کولو اړوند پوښتنو برخه کې ګډون وکړئ
او خپل فیدبک د هماغه فورم له لارې له موږ سره شریک کړئ. - هغه کسان چې په LMS کې حساب (اکونټ) لري،
کولای شي دا معلومات او لینک د LMS په لومړۍ پاڼه یا ډشبورډ کې وویني
او د هماغه له لارې لینک ته لاسرسی ولري. - د نغدي مرستې اندازه محصلانو ته د بېلابېلو مودو له مخې ورکړل شوې ده.
یوازې د دوهم او درېیم سمستر محصلانو ته
د سپتمبر، اکتوبر او نومبر د درې میاشتو نغدې پیسې لېږل شوې دي،
ځکه چې دوی د سپتمبر په میاشت کې عملي درسونه لرل.
خو د لومړي سمستر محصلانو ته یوازې
د دوو میاشتو (اکتوبر او نومبر) نغدې مرستې لېږل شوې دي. - د لومړي، دوهم او درېیم سمستر محصلانو لپاره
د هرې میاشتې د تبادلې نرخ د بازار د اسعارو د نرخ پر اساس:- سپتمبر: یو ډالر = ۶۶٫۹۹۳ افغانۍ (ټول = ۸٬۷۰۹ → رونډ آف وروسته = ۸٬۷۰۰ افغانۍ)
- اکتوبر: یو ډالر = ۶۵٫۶۵۷ افغانۍ (ټول = ۸٬۵۳۵ → رونډ آف وروسته = ۸٬۵۳۰ افغانۍ)
- نومبر: یو ډالر = ۶۵٫۷۰۶ افغانۍ (ټول = ۸٬۵۴۲ → رونډ آف وروسته = ۸٬۵۴۰ افغانۍ)
- د څلورم سمستر محصلانو لپاره د تبادلې نرخ:
- سپتمبر: یو ډالر = ۶۶٫۹۹۳ افغانۍ (ټول = ۵٬۰۲۴ → رونډ آف وروسته = ۵٬۰۲۰ افغانۍ)
- اکتوبر: یو ډالر = ۶۵٫۶۵۷ افغانۍ (ټول = ۴٬۹۲۴ → رونډ آف وروسته = ۴٬۹۲۰ افغانۍ)
- نومبر: یو ډالر = ۶۵٫۷۰۶ افغانۍ (ټول = ۴٬۹۲۸ → رونډ آف وروسته = ۴٬۹۳۰ افغانۍ)
یادونه:
له ټولو محصلینو څخه په ټینګه غوښتنه کېږي چې
د ټاکل شوې نېټې او وخت مطابق د بانک ټاکلې نمایندګۍ ته مراجعه وکړي؛
که نه، ستاسو د پیسو ورکړه به وځنډېږي.
مهرباني وکړئ خپل نوبت مراعات کړئ
تر څو ټولو محصلینو ته په ښه ډول رسېدنه وشي.
که هر ډول ستونزه رامنځته شي،
لطفاً د 0744750984 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې لینک ته مراجعه وکړئ:
